کورپاڼه / کرکټ / د لنکا لیګ د نندارې لپاره ۵۰ سلنه نندارچیانو ته اجازه ورکړل شوه

د لنکا لیګ د نندارې لپاره ۵۰ سلنه نندارچیانو ته اجازه ورکړل شوه

د سریلانکا غوره لیګ سیالیو، چې سبا پیلیږي، د نندارې لپاره ۵۰ سلنه نندارچیانو ته د لوبو د ننداره کولو اجازه شته. یعنې ۵۰ سلنه نندارچیان لوبغالي ته د ننوتلو اجازه لري.

د معلوماتو له مخې، هغه کسان د لوبې د نږدې نندارې حق لري، چې د کورونا وایروس دواړه ډوزه یې کړي او په دویم ډوز یې لږ تر لږه دوه اوونۍ نه وي اوښتي.

د یادونې وړ ده، چې د لنکا پریمیر لیګ سبا د دسمبر میاشتې په ۵مه نېټه د شپږو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې څلور افغان لوبډلي هم پکې لوبېږي او څلور واړه له بېلابېلو لوبډلو سره دي.

په دې سیالیو کې نجیب ځدراڼ له ډمبولا جاینټس، رحمن الله ګربز د جافنا کینګز، نور احمد لکڼوال له ګال ګلیډیټرز او نوین الحق له کولمبو سټارز لوبډلې سره لوبېږي.

د معلوماتو له مخې سږ کال به د اېل پي اېل لیګ کې د آی پي اېل په څېر د اول کوالیفای، ایلیمنټري او دویم کوالیفای لوبې ترسره کړي. یعنې د جدول دوه غوره لوبډلې به د مخکې تګ بل چانس هم له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …