کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د نیوزیلېنډ ټوله لوبډله په ۶۲ منډو وسوځېدله

د نیوزیلېنډ ټوله لوبډله په ۶۲ منډو وسوځېدله

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د دویمې ټیسټ لوبې دویمه پاڼۍ کې نیوزیلېنډ ټوله لوبډله په ۶۲ منډو وسوځېدله او ۲۶۳ منډې باقي شوه او هند به بیا توپ وهنه پیل کړي.

دغه لوبه د هند په کوربتوب په ممبۍ کې روانه ده، چې په پیل کې هند لوبډلې د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هند لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۲۵ منډې یې جوړې کړي، چې شوبمن ګېل ۴۴، ماینک اګروال ۱۵۰ او اکشر پټېل ۵۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د نیوزیلېنډ لپاره اعجاز پټېل ښه توپ اچونه کړې، هغه لس واړه ویکټې ترلاسه کړې. چې دا د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم ځل دی چې دا ډول کارنامه پکې ترسره کېږي.

نیوزیلېنډ د هند ۳۲۵ منډو په ځواب کې په ۶۲ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، هیڅ لوبغاړی یې ونه توانېده چې تر ۲۰ پورې منډې جوړې کړې. د هند لپاره رویچندران اشوین څلور، محمد سراج درې، اکشر پټېل دوه او جاینت یادیو یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …