کورپاڼه / خبرونه / یونس احمدزی د انګلستان د نارت ایسټ سیالیو ته واخیستل شو

یونس احمدزی د انګلستان د نارت ایسټ سیالیو ته واخیستل شو

د افغانستان کورني کرکټ ستوري لوبغاړي یونس احمدزي د انګلستان د نارت ایسټ پریمیر لیګ سیالیو لپاره، چې په راتلونکې به ترسره شي، له اشېنګټن کرکټ کلب سره تړون لاسلیک کړ.

یونس احمدزی د افغانستان د کورني کرکټ یو ستوری لوبغاړی دی، چې په هر ډګر کې یې کارنامې ترسره کېږي. نوموړی د افغانستان له نولس کلنو، الف لوبډلې او ایمرجینګ لوبډلې سره لوبېدلی دی.

احمدزی په ۲۰۱۴ کال د نولس کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان له لورې ښه وځلېده او په ۲۰۱۶ کال الف لوبډلې ته انتخاب شو. نوموړي د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ لوبه کې سلیزه ووهله او په ۲۰۱۷ کال د هند ایمیرجینګ لوبډلې پر وړاندې یې نیمه سلیزه جوړه کړه.

په کورني کرکټ کې یې د بند امیر ریجن لوبډلې ته د ۲۰۱۷/۱۸ کال په فرسټ کلاس سیالیو کې د ۳۸.۷۲ منډو په اوسط ۸۵۲ منډې جوړې کړي او په پایلوبه کې په ۲۱۰ منډو ناسوځیدلی له میدان ووت.

احمدزی یو ډېر بااستعداده لوبغاړی دی او د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال د انګلستان نارت ایسټ لیګ سیالیو ته اخیستل کېږي او هلته به د انګلستان چټک توپ اچونکي مارک ووډ سره ولوبېږي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …