کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې اوله ورځ د خرابې هوا له امله ژر پای ته ورسېده

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې اوله ورځ د خرابې هوا له امله ژر پای ته ورسېده

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې اوله ورځ د خرابې هوا له امله ژر پای ته ورسېده او یوازې د ۵۷ اورونو لوبه ترسره شوه.

دا لوبه د بنګله دېش په کوربتوب په ډاکه کې روانه ده، چې د لوبې په پیل کې پاکستانۍ لوبډلې پچه وګټله او په خپله یې توپ وهنه غوره کړه.

پاکستانۍ لوبډلې تر غرمې پورې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، ۵۷ اورونه یې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ولوبول، ۱۶۱ منډې یې وکړې او د خرابې هوا له امله، چې ژر تیاره خوره شوه، لومړۍ ورځ پای ته ورسېده.

د پاکستان په سوځېدلو لوبغاړو کې عابد علي او عبدالله شفیق شامل دي، چې دواړو په ترتیب ۳۹ او ۲۵ منډې وکړې، خو بابر اعظم په ۶۰ او اظهر علي بیا ۳۶ منډو ولاړ دي. بلخوا تاج الاسلام د بنګله دېش لپاره دواړه ویکټې اخیستي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ پاکستان د ۳-۰ وګټله او په لومړۍ ټیسټ لوبه کې یې هم بریا خپله کړې ده.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …