کورپاڼه / کرکټ / فاف ډوپلیسي هم په لنکا لیګ کې نه لوبېږي

فاف ډوپلیسي هم په لنکا لیګ کې نه لوبېږي

له تبریز شمسي وروسته د سویلي افریقا یو بل مخکښ لوبغاړی هم د سریلانکا له غوره لیګ سیالیو لاس په سر شو. نوموړي د کورونا وایروس په سبب دا پرېکړه کړې.

فاف ډوپلیسي دا پرېکړه وروسته له هغې کوي، چې یو شمېر هېوادونو د کورونا وایروس د نوې بڼې په خپرېدو سره د نورو هېوادونو پرمخ خپلې لارې وتړلې او الوتنې بندې شوي.

ډوپلیسي له لنکا لیګ سیالیو څخه ځکه لاس واخیست او د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، چې نوموړی وېرېده چې هېواد یې په الوتنو بشپړ بندیز ونه لګوي.

له نوموړي وړاندې تبریز شمسي هم په یاد لیګ کې د کورونا وایروس د نوې بڼه د خپرېدو په سبب د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه، چې ځایناستی یې افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال وټاکل شو، خو تر اوسه د ډوپلیسي ځایناستی نه دی ټاکل شوی.

د لنکا لیګ سبا د دسمبر په ۵مه ترسره پیل کېږي، چې څلور افغان لوبغاړي نجیب ځدراڼ، رحمن الله ګربز، نوین الحق او نور احمد لکڼوال به پکې ولوبېږي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …