کورپاڼه / جالب / د کمپیوټر سافټویر لخوا جوړ شوي شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول

د کمپیوټر سافټویر لخوا جوړ شوي شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول

ښایي باور مو رانشي خو دا رښتیا دي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس د یو سافټویر لخوا د تیارې شوې نقاشۍ شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالرو پلورل شوي.

د مصنوعي ځیرکتیا، ماشیني زده کړې او د نوي سافټویر پر اساس د بوټو په نوم د سافټویر ټول تخلیقونه د (این ایف ټي) په توګه لیلام شول. د این ایف ټي په نوم تخلیقونه هغه تخلیقاتو ته ویل کېږي چې د ملکیت حقوق یې یو تن ته ورکول کېږي.

بوټو تر اوسه پورې په زرګونه تصویرونه او شاهکارونه جوړ کړي، خو رنګونه یې د کینوس، کاغذ او نورو توکو پرځای د کمپیوټر پرمخ جوړېږي. که څه هم یو انځورګر یو شاهکار په میاشتو یا کلونو کې جوړوي خو کمپیوټر یې په څو دقیقو کې جوړوي.

د دې لپاره لومړی د کمپیوټر سافټویر ته په میلونونه تصویرونه او شاهکارونه ښودل شوي، چې سافټویر په نښه کړي او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یې پخپله نوي انځورونه جوړ کړي.

په درې سوه ورځو کې د کمپیوټر پروګرام ټول درې سوه تصویرونه جوړ کړل، چې په دې شپږ تصویرونه لوړ بیه یا قیمتي وګڼل شول او د بولۍ له لارې په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …