کورپاڼه / بېلا بېل / رنګ او د ماشوم شخصیت سره څه اړیکه لري؟

رنګ او د ماشوم شخصیت سره څه اړیکه لري؟

د رنګونو په استعمال سره د انسان د بې شمېره ناروغیو درملنه شونې ده، خو همدا رنګ د انسان د شخصیت په پوهېدو کې مرسته کوي او د همدې په مرسته د ماشوم شخصیت او ذهني فشار هم معلومېدلی شي.

په عام ډول ماشومان روښانه رنګ خوښوي خو که تېز رنګ خوښ کړي نو منفي اغېزې پرې کوي. که غواړئ د خپلو ماشومانو روزنه په سم ډول وکړئ نو ښه رنګ استعمال کړئ، ځکه هر رنګ خاصیت او اغېزې لري.

سور رنګ: سور رنګ د انسان په شخصیت کې جوش او جذبه پیدا کوي. دا رنګ پر ماشومانو منفي او مثبتې دواړه ډوله اغېزې لري، د وینې پر فشار او ساه اخیستلو یې هم اغېزې لري.

ژېړ رنګ: دا رنګ د مثبت فکر او د مینې نښه ګڼل کېږي، خو که دا رنګ له حده زیات واغوستل شي نو د سختې غوسې سبب هم کېږي.

نیلي رنګ: نیلي رنګ طبعاً سوړ رنګ وي او هغه څوک چې دا رنګ خوښوي په هغوی کې د مثبت فکر عنصر موندل کېږي.

شین رنګ: که د ماشومانو پر شاوخوا شین رنګ موجود وي، نو مثبتې اغېزې پرې کوي او ماشوم د آرام احساس کوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …