کورپاڼه / بېلا بېل / که ماشوم مو خوراک نه کوي په دې طریقه یې رضا کړئ

که ماشوم مو خوراک نه کوي په دې طریقه یې رضا کړئ

که ماشومان مو د سبزیجاتو او مېوو له خوراک مخ اړوي، نو د خوراکي توکو کارپوهانو ورته یوه په زړه پورې رواني طریقه ښودلې. که چېرته والدین خپله لږه سبزي وخوري او مسکي شي نو ماشوم به پخپله په خوراک پیل وکړي.

ځینې میندې خپلو ماشومانو ته سبزيجات د وېرولو، لالچ یا نورو طریقو سره ورکوي، خو دا هر څه بې ګټې دي، خو اوس ساینسپوهانو نوې طریقه ښودلې، هغه دا چې خپله مسکي شئ او لږ خوراک وکړئ.

ارواپوه کیټي ایډورډس ویلي، کله چې ماشوم مشاهده کوي چې مشران سبزیجات په خوند خوري، نو هغوی هم د سبزیجاتو خوراک ته مایله کېږي.

په دې تجربه کې بند ګلپي استعمال شوی و، چې د خپل خوند په سبب ډېر خوندور نه ګڼل کېږي خو ګټې یې بې شمېره دي. نو که چېرته کوم څوک ورسره په څنګ کې په خوند-خوند خوراک وکړي نو هغوی هم ورته مایله کېږي.

د دې لامل دادی چې ماشوم د غټانو د څېرې اغېزې په غوره سره ګوري او اغېزمن کېږي، نو په همدې سبب د والدینو مسکا ماشوم د مېوو او سبزیجاتو خوړلو ته اړ کوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …