کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د نولس کلنو راتلونکې اسیا او نړیوال جامونو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ د نولس کلنو راتلونکې اسیا او نړیوال جامونو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ د راتلونکو اسیا او نړیوال جامونو لپاره له نولس کلنو د کم عمره افغان لوبغاړو شل کسیزه لوبډله اعلان کړه. دا لوبډله له ۴۵ کسانو څخه غوره شوې.

د کرکت بورډ د راپور پر اساس، د دې لوبډلې د غوره کولو لپاره یې د تېرې میاشتې تر ۳۰مې پورې په ننګرهار کې روزنیز کیمپ ترسره شوی دی.

په یاد کیمپ کې د لوبغاړو د بدني تکړښت، توپ وهنې، توپ اچونکې او ډګر ساتنې په برخه کې کار وشو او هغه لوبغاړي هم پکې شامل و، چې د بنګله دېش په دوره کې یې ښې لوبې کړې وې.

د دې شل کسیزې لوبډلې لوبډلمشري د سلمان ساپي په غاړه ده او مرستیال لوبډلمشر یې اعجاز احمدزی دی او همدا راز سلیمان عربزی، بلال سعیدي، الله نور، محمدالله، اعجاز مهري، خیبر ولي، ننګیال، عبدالهادي، نوید اظهار، بلال سمیع، فیصل، نوید ځدراڼ، نوراحمد، شاهد حسن، یونس، بلال طاهري، خلیل احمد او اسحاق محمدي پکې شامل دي.

ټاکل شوې د نولس اسیايي جام د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په اسیايي جام کې د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سرېلانکا، بنګله‌دېش، کویټ، نيپال او متحده عربي اماراتو لوبډلې هم ګډون کوي او هغې وروسته به ویسټ انډیز ته د نړیوال جام په موخه سفر ولري.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …