کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټیم ابوظهبۍ لوبډلې په ټي ټین لیګ کې درېیم مقام خپل کړ

ټیم ابوظهبۍ لوبډلې په ټي ټین لیګ کې درېیم مقام خپل کړ

د ټي ټین لیګ د دریم مقام د خپلولو په سیالۍ کې ځاځي، قیس احمد، نور احمد، کریم جنت او نوین الحق ته چانس ورکړل شو. لوبه مساوې شوه خو ټیم ابوظهبۍ د نمرو پر اساس درېیم مقام ونېوه.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ دا لوبه د بنګله ټایګرز او ټیم ابوظهبۍ لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې ټیم ابوظهبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

ټیم ابوطهبۍ لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۹۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې پال سالټ ۲۱ او کولن انګرام ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بنګله ټایګرز لپاره کریم جنت، صابر راو، محمد عامر، لوک فلیچر او ټام هارتلي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټیم ابوظهبۍ لوبډلې د ۹۹ منډو هدف په تعقیب اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۹۸ منډې وکړې، لوبه مساوې شوه او ابوظهبۍ د نمرو پر اساس درېیم مقام ونېوه.

بنګله ټایګرز لوبډلې لپاره جوهانس چارلس ۱۷، ویل جاکس ۲۰ او ویل سمید ۲۳ منډې وکړې. د ټیم ابوظهبۍ لپاره نوین الحق دوه، احمد دانیال او لیام لیونګسټون یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

براډ هوج پر هینریکس د بندیز غوښتنه کړې، وایي په حسنین یې طنز کړی دی

د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي براډ هوج غوښتنه کړې چې پر موسیس هینریکس دې بندیز …