کورپاڼه / ريکارډونه / بابر اعظم ټول توپ وهونکي شاته پرېښودل

بابر اعظم ټول توپ وهونکي شاته پرېښودل

د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر او تکړه توپ وهونکي بابر اعظم په روان کال کې تر ټولو زیاتې سلیزې او نیمه سلیزې وهلي او لومړی مقام یې خپل کړی.

د کرکټ د مشهورې ویبپاڼې کرکنفو د راپور پر اساس، بابر اعظم تر اوسه پورې په روان کال کې دیارلس نیمه سلیزې او درې سلیزې وهلي، چې په روان کال کې دا کارنامه کوم بل لوبغاړي نه ده ترسره کړې.

په دې نوملړ کې دویم نوم هم د پاکستان د ویکټ ساتونکي توپ وهونکي محمد رضوان دی، نوموړي په روان کال کې دوه سلیزې او دولس نیمه سلیزې وهلي دي.

همدا راز دریم مقام له روهیت شرما سره دی، هغه په روان کال کې دوه سلیزې او نهه نیمه سلیزې وهلي دي او څلورم مقام له ویرات کوهلي سره دی چې هیڅ سلیزه نلري، خو لس نیمه سلیزې یې وهلي دي.

بل لوري ته پنځم مقام د سویلي افریقا د میډل ارډر توپ وهونکي ایدین مارکرم سره دی، چې روان کال یې یوه سلیزه او نهه نیمه سلیزې وهلي دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …