کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ټي ټین لیګ اتلولي د دکن ګلیډیټرز لوبډلې خپله کړه

د ټي ټین لیګ اتلولي د دکن ګلیډیټرز لوبډلې خپله کړه

د ټي ټین لیګ په پایلوبه کې رحمن الله ګربز ۱۴ منډې وکړې، نجیب ځدران ته نوبت ورنغی او فضل الحق فاروقي دوه اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او د دې لیګ اتلولي د دکن ګلیډیټرز لوبډلې خپله کړه.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ پایلوبه د ډیلي بولز او دکن ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې ډیلي بولز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دکن ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې اندري رسل ۹۰ او ټام کوهلر کاډمور ۵۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ډیلي بولز فضل الحق فاروقي په ۲ اورونو کې د ۲۵ منډو په ورکړه ښه توپ اچونه وکړه.

ډیلي بولز لوبډلې د ۱۶۰ منډو هدف په تعقیب د اوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۳ منډې وکړې، لوبه یې په ۵۶ منډو وبایلله او دکن ګلیډیټرز اتلولي خپله کړه.

ډیلي بولز لوبډلې لپاره چندرپال هیمراج ۴۲، عادل رشید تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د دکن ګلیډیټرز لپاره ونیندو هسرنګا، اودین سمېت او ټایمل میلز دوه-دوه او اندري رسل یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …