کورپاڼه / کرکټ / د ټي ټين لیګ جایزې کومو لوبغاړو ته ورکړل شوې

د ټي ټين لیګ جایزې کومو لوبغاړو ته ورکړل شوې

بیګا د ټي ټين یا لس اوریزه لیګ سیالۍ د دکن ګلیډیټرز لوبډلې په بریا پای ورسېدې. په یاده لوبه کې دکن ګلیډیټرز لوبډلې په ۵۶ منډو اتلولي خپله کړه.

دکن ګلیډیټرز لوبډلې په لومړي وار توپ وهنې سره پرته له کوم زیانه ۱۵۹ منډو وکړې، چې دا د سږني کال ترټولو غټ هدف هم دی، ورپسې ډیلي بولز توپ وهنې ته راغی خو ۱۰۳ منډې یې وکړې او په ۵۶ منډو یې ماتې وخوړه.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی اندري رسل شو، نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه ۹۰ منډې کړې وې او یو لوبغاړی یې هم سوځولی و.

دغه راز د دې ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونېندو هسرنګا وټاکل شو، نوموړي په ټول ټورنمنټ کې غوره لوبې وکړې او د غوره توپ اچونکي جایزه ډومینک ډریکس ته ورکړل شوه، هغه ۱۹ ویکټې ترلاسه کړې وې.

حضرت الله ځاځي چې د ټورنمنټ غوره منډې یې جوړې وې، جایزه ور نکړل شوه، بلکې پرځای یې رحمن الله ګربز ته د غوره توپ وهونکي جایزه ورکړل شوه. هغه په دې ټورنمنټ دویم لوبغاړی و چې زیاتې منډې یې جوړې کړې وې.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …