کورپاڼه / هنر او کلتور / یو وخت سلمان خان پر کترینه کیف غوسه شوی و او وهلې یې وه

یو وخت سلمان خان پر کترینه کیف غوسه شوی و او وهلې یې وه

د بالیووډ مشهور ستوري سلمان خان په اړه ویل کېږي، چې هغه یو وخت خپله ملګرې کترینه کیف د فلم پر سیټ وهلې او غوسه یې پرې کړې وه.

د یادونې وړ ده چې کترینه کیف، چې اوس له ویکي کوشل سره واده کوي، تر دې وړاندې یې له سلمان خان سره هم اړیکې لرلې. خو د سلمان خان په اړه ویل کېږي چې د نوموړي او کترینه کیف ترمنځ د (ټایګر) فلم د شوټینګ پرمهال جنجال راغلی و.

د یوې هندي مجلې په راپور کې ویل شوي، چې د ټایګر فلم پر سیټ کترینه کیف نیمې بربنډې جامې اغوستې وې او بدن یې ترې ښکارېده، چې په همدې سبب سلمان خان ورته په غوسه شوی و.

کترینه کیف د سلمان خان د غوسې ځواب په نرمۍ ورکړ او ورته یې وویل چې دا ډول لباس اغوستل د ډایریکټر غوښتنه وه، چې په دې سره هغه نور هم غوسه شو او ورته یې وویل چې ډایریکټر سره به هم ګورم.

راپور زیاتوي، چې سلمان خان لښته راواخیسته او کترینه کیف یې پرې وهله، چې بیا هلته کرینه کپور ترې وژغورله او غوسه یې ور سړه کړه. که څه هم دا ادعا دروغ ګڼل کېږي خو مجلې ویلي چې د دې شاهدان هم شته.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …