کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز: په سږني ټي ټین لیګ کې لوبېدل د خوښۍ وړ و

رحمان الله ګربز: په سږني ټي ټین لیګ کې لوبېدل د خوښۍ وړ و

د افغانستان کرکټ لوبډلې ځوان او چټک توپ وهونکي رحمان الله ګربز سږنی ټي ټین لیګ د خوښۍ وړ ګڼلی، خو په پایله کې یې د لوبډلې په ماتې خواشیني څرګنده کړې.

د یادونې وړ ده چې بیګا د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ په پایلوبه کې د دکن ګلیډیټرز او ډیلي بولز لوبډلې سره مخ شوې، چې دکن ګلیډیټرز لوبډلې په ۵۶ منډو د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

په دې سیالیو کې رحمان الله ګربز غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړې او په دې لیګ تر ټولو چټکه نیمه سلیزه هم د ګربز په نوم شوه، چې په ۱۴ توپونو یې ووهله او د لیګ غوره توپ وهونکی هم شو.

ګربز پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې سږ کال ورته د ټي ټین لیګ سیالۍ د خوښې وړ تمام شو، خو د پایلوبې په بایللو یې، چې پر وینا یې پوره هڅه یې هم وکړه، خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي له خپلو مینه والو او د هغوی له نېکو هیلو مننه کړې، چې د هغه ملاتړ یې کړی او ترڅنګ یې له ټولو مینه والو غوښتنه کړې چې په دعاګانو کې یاد وساتي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …