کورپاڼه / اسعار / ۱۴ قوس ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه
افغانۍ او بهرني اسعار

۱۴ قوس ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې یوه ورځ وړاندې په ۹۶.۳۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ کې ۱۰ پوله کموالی راغلی او د (۱۴ قوس ۱۴۰۰ \ ۵ دسمبر ۲۰۲۱) د یکشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې یو امریکایي ډالر په ۹۶.۲۰ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۱۰۷.۳۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۲۳.۶۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۱۰۱.۵۰ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۶۵.۵۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۷۴.۱۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۴ افغانۍ، د ناروې کرون ۱۰.۵۰ افغانۍ، د سویډن کرون په ۱۰.۳۵ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۴.۸۰ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۵.۷۰ افغانۍ، د کویټ دینار په ۳۰۳ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۴.۵۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۳۲ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۸.۳۰ افغانۍ، د چین ین په ۱۳.۵۰ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۳۰ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۸۰۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۱۵۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۵۲۳ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

۱۷ قوس ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم پورته شول

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ یې د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله، نن یې هم …