کورپاڼه / جالب / شل کلنې انجلۍ له اوه اویا کلن شخص سره په مینه کوژده وکړه، خو دواړو سره لېدلي هم نه دي

شل کلنې انجلۍ له اوه اویا کلن شخص سره په مینه کوژده وکړه، خو دواړو سره لېدلي هم نه دي

وایي چې مینه ړنده وي تور او سپین نه وي، بس چې په چا زړه ورغی په هماغه مئینږي، که یې نه منئ نو د برما د شل کلنې زده کړیالې او اوه اویا کلنې بریتانوي شخص د مینې له کیسې مو خبروو.

د دی سن ورځپاڼې د راپور پر اساس، دا زوړ بریتانوي شخص ډیویډ نومېږي او د محبوبې نوم یې (جو) دی. دواړو اتلس میاشتې وړاندې په انلاین ډول سره مخ شول او مینه یې پیدا شوه.

که څه هم دواړو تر اوسه پورې مخامخ نه دي لېدلي، خو کوژده یې وکړه او اراده لري چې ډېر ژر به واده وکړي. باید یاده کړم چې عمر خوړلی ډیویډ د موسیقۍ پروډیوسر هم دی.

ډیویډ وایي، موږ یوازې د یو بل عاشقان نه یو بلکې غوره ملګري یو او جو زما د روح ملګرې ده، موږ تر اوسه له نږدې سره نه دي لېدلې خو پرېکړه مو کړې چې ژر واده وکړو.

هغه زیاتوي چې زموږ واده به هله کېږي چې جو د بریتانیې ویزه ترلاسه کړي او زما څنګ ته راشي، زه د نورو سړیو په څېر نه یم، زه په دې باور یم کله چې دوه تنه سره مئین شي نو یو بل ته ولې د شک په نظر وګوري؟ زما لپاره عمر کومه مانا نلري او جو ته هم عمر کومه ستونزه نه ده.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …