کورپاڼه / روغتيا / د روښانه رنګونو لرونکي سبزیجات او مېوې وخورئ او د زړه روغتیا وساتئ

د روښانه رنګونو لرونکي سبزیجات او مېوې وخورئ او د زړه روغتیا وساتئ

د امریکايي څېړونکو د یوې نوې څېړنې له مخې، د سالم او صحت مند زړه لپاره د روښانه رنګ لرونکو سبزیجاتو او مېوو خوړل اړین دي. د امریکا د زړه ټولنې د زړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره د ترسره شویو څیړنو په رڼا کې نوې لارښوونې کړي دي.

د زړه روغتیا او خوړو ترمنځ د اړیکې په اړه د څېړونکې ډلې مشر ډاکټر ایلس ویلي، د (مه خوره) په څېر د نصیحتونو پرځای موږ د خوراک کولو داسې طریقو ته پراختیا ورکوو، چې د زړه روغتیا ته ګټور وي.

د څېړنې له مخې، د وزن په برابر ساتلو سره کولی شو چې د زړه روغتیا اړوند خطرونه کم کړو. په اوونۍ کې ۱۵۰ دقیقې ورزش کول د بدن وزن برابر ساتي. همدا راز د عمر په هره لسیزه کې د انسان بدن په ورځني ډول له ۷۰-۱۰۰ پورې د کالورۍ اړتیا کموي، نو اړینه ده چې غوره خوراکي توکي وخورو.

څېړنه دا هم وایي، هغه مېوې او سبزیجات د خپل خوراک برخه وګرځوئ، چې فایټو کیمیکل ولري. فایټو کیمیکل موږ له ډېرو ناروغیو څخه خوندي ساتي او هغه مېوې او خوراکي توکي د خوراک برخه وګرځوئ چې روښانه رنګونه لري، ځکه دا ډول مېوې او سبزیجات ډېر غذایي مواد لري.

څېړونکې زیاتوي، په خوراک کې بشپړې غلې دانې هم شاملې کړئ. بشپړې غلې دانې هغه دي چې پروسیس شوي نه وي، چې د زړه د ناروغیو په کنترول کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …