کورپاڼه / کرکټ / د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د ټیسټ لوبې په دویمه ورځ ۶.۲ اورونه ترسره شول

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د ټیسټ لوبې په دویمه ورځ ۶.۲ اورونه ترسره شول

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې په دویمه ورځ پاکستان لوبډلې د باران له امله یوازې ۶.۲ اورونه ولوبول او لوبه یې ودرول شوه.

دا لوبه چې د بنګله دېش په ډاکه کې روانه ده، په لومړۍ ورځ د خرابې هوا له امله د ۵۷ اورونو لوبه ترسره شوه او په دویمه ورځ هم لوبه له غرمې وروسته پیل شوه.

نن ورځ د پاکستان له لورې بابر اعظم او اظهر علي د پاڼۍ د بشپړولو په موخه په ترتیب په ۶۰ او ۳۶ منډو میدان ته ښکته شول او لوبې ته آدامه ورکړه چې د دوه ویکټو په زیان یې ۱۸۸ منډې جوړې کړي دي.

نن ورځ یوازې ۶.۲ اورونه ترسره شول او لوبه د باران او خرابې هوا له امله ودرول شوه، چې بابر اعظم په ۷۱ او اظهر علي په ۵۲ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې او یوه ټیسټ لوبه ترسره شوې وه، چې په دې ټولو لوبو کې پاکستان بریا خپله کړې ده.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …