کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه اداکاران چې په ۲۰۲۱ کال کې پر انټرنیټ ډېر سرچ یا پلټل شوي

هغه اداکاران چې په ۲۰۲۱ کال کې پر انټرنیټ ډېر سرچ یا پلټل شوي

د بالیووډ هغه اداکارانې چې په ۲۰۲۱ کال په هند کې د یاهو په پلټونکې ماشین ډېرې پلټل شوي، په هغې کې کرینه کپور په لومړي سر کې ځای لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال د یاهو په پلټونکې ماشین کرینه کپور ډېره پلټل شوې او په دویم نمبر کې کترینه کیف، چې ډېر ژر به له ویکي کوشل سره واده وکړي، ډېره پلټل شوې.

له هغې وروسته په دې نوملړ کې د بالیووډ او هالیووډ مشهوره اداکاره پریانکا چوپړا ځای لري او نوموړې وروسته عالیه بټ او دیپکا پاډوکون په ترتیب په څلورم او پنځم مقام کې ځای لري.

راپور زیاتوي، روان کال په دې نوملړ کې د سویلي هند اداکاره سمنتاروت پربو د لومړي ځل لپاره په لسو غوره پلټل شوو کسانو کې شامل شوې او لسم مقام یې خپل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې پورتنۍ ټولې اداکارانې په نړیواله کچه خورا ډېر مینه وال لري او په ټولنیزو رسنیو هم ډېر تعقیبونکې لري.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …