کورپاڼه / کرکټ / سرفراز احمد د غوراوي له کمېټې زړه ماتی دی

سرفراز احمد د غوراوي له کمېټې زړه ماتی دی

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبلړۍ ته په نه اخیستل کېدو زړه ماتی دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان کرکټ بورډ تېره ورځ د ویسټ انډیز پر وړاندې د شل اوریزو او یوه ورځنیو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې چې په دواړو لوبډلو کې د سرفراز احمد نوم نشته.

سرفراز احمد د نه اخیستلو په غبرګون ټولنیزې رسنۍ ټویټر ته مخه کړې او یو شعر یې پورته کړی او په دې ډول یې د خپلو احساساتو څرګندونه کړې.

د شعر مطلب دادی، هغه زما د نیمګرتیاوو یادونه په داسې ډول کوي لکه خپله چې فرښته وي. سرفراز احمد له لږ څه مودې وروسته خپل ټویټ ډیلیت کړ.

سرفراز، چې د لوبډلمشرۍ پرمهال یو بریالی لوبډلمشر ګڼل کېده، د وروستي ځل لپاره د بنګله دېش پر وړاندې لوبلړۍ کې ولوبېده چې په ۱۲ توپونو یې ۶ منډې وکړې.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …