کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیوزیلېنډ په ۵ ویکټو ۴۰۰ منډو ته اړتیا لري

نیوزیلېنډ په ۵ ویکټو ۴۰۰ منډو ته اړتیا لري

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د دویمې ټیسټ لوبې دریمه ورځ پای ته ورسېده، نیوزیلېنډ په پنځه لوبغاړو ۴۰۰ منډو ته اړتیا لري.

دغه لوبه د هند په کوربتوب په ممبۍ کې روانه ده، چې په پیل کې هند لوبډلې د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هند لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۲۵ منډې یې جوړې کړي، چې شوبمن ګېل ۴۴، ماینک اګروال ۱۵۰ او اکشر پټېل ۵۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د نیوزیلېنډ لپاره اعجاز پټېل ښه توپ اچونه کړې، هغه لس واړه ویکټې ترلاسه کړې. چې دا د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې درېیم ځل دی چې دا ډول کارنامه پکې ترسره کېږي.

نیوزیلېنډ د هند ۳۲۵ منډو په ځواب کې په ۶۲ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، هیڅ لوبغاړی یې ونه توانېده چې تر ۲۰ پورې منډې جوړې کړې. د هند لپاره رویچندران اشوین څلور، محمد سراج درې، اکشر پټېل دوه او جاینت یادیو یوه ویکټ ترلاسه کړه.

هند بیا توپ وهنه پیل کړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۷۶ منډې وکړې او نیوزیلېنډ ته یې د ۵۴۰ منډو هدف وټاکه، چې ماینک اګروال ۶۲، چیتشور پوجارا او شبمن ګیل۴۷-۴۷، ویرات کوهلي ۳۶ او اکشر پټېل ۴۱ منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لخوا اعجاز پټېل څلور او ریچن رویندرا درې ویکټې ترلاسه کړې.

نیوزیلېنډ د درېیمې ورځې تر پایه پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي، ۱۴۰ منډې لري او په پنځه ویکټو ۴۰۰ منډو ته اړتیا لري او دوه ورځې هم له ځان سره لري، چې هینري نکلوس په ۳۶ او ریچن رویندرا په ۲ منډو ولاړ دي. د هند لپاره اشوین درې او اکشر پټیل یوه ویکټ ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …