کورپاڼه / خبرونه / افتاب عالم: میرویس اشرف لومړی رییس دی چې په کرکټ پوه او د لوبغاړو له زړونو خبر دی

افتاب عالم: میرویس اشرف لومړی رییس دی چې په کرکټ پوه او د لوبغاړو له زړونو خبر دی

د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي افتاب عالم ویلي دي، چې د کرکټ بورډ نوی رییس میرویس اشرف لومړی رییس دی چې په کرکټ پوه او د لوبغاړو له زړونو خبر دی.

د یادونې وړ ده، چې د ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی میرویس اشرف یو میاشت وړاندې په داسې حال کې د کرکټ بورډ مشر شو، چې په ټاکل کېدو یې جنجالونه راپورته شول.

که څه هم دا جنجالونه سیاسي ول، خو ژر حل شول او نوموړی د کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه دنده پیل کړ، چې د کرکټ لوبغاړو او مینه وال یې په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړه.

په دې لړ کې افتاب عالم لیکلي:((د افغانستان کرکټ بورډ نوی عمومي رئیس صیب میرویس اشرف، په افغان کرکټ کې لومړی رئیس دی چې په کرکټ پوه او د لوبغاړي له زړونو خبر او په هغه هر څه پوه چې د کرکټ د ودې لپاره ضروري دي.))

افتاب عالم په وروستیو کې میرویس اشرف ته په ور سپارل شوې دنده کې د بریا غوښتنه کړې، هغه لیکلي:((میرویس ورور ته په چارو کې بریا او د ښه خدمت توفیق غواړم!))

دا هم ولولئ

کریم جنت په ښې توپ اچونې او توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کریم جنت یوازې یو اور ترسره کړ، یوه ویکټ …