خپلواک وېبپاڼه (١٤ دسمبر ٢٠١٩): د بنګله دېش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې سيلهټ تهنډرز لوبډلې د نوين الحق پر ځاى شفيق الله شفق په لوبه کې شامل کړ، خو شفيق الله شفق په توپوهنه کې ناکامه او سيلهټ تهنډرز لوبډلې خپله پرلپسې دويمه لوبه کې هم ماته وخوړه.
د بنګله دېش تجارتي ليګ اتمه لوبه د ډهاکه پلاټون او سيلهټ تهنډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه سيلهټ تهنډرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د ډهاکه پلاټون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
ډهاکه پلاټون په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې انام الحق ٦٢، تميم اقبال ٣١، تيسارا پريرا ٢٢ ناسوځېدلې، لوري ايوانس ٢١ او جاکر علي ٢٠ منډې وکړې.
د سيلهټ تهنډرز له لوري نعيم حسن، عبادت حسېن، مصدق حسېن او دلاور حسېن ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٨٣ منډو د هدف په تعقيب کې د سيلهټ تهنډرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٨ منډې وکړې او په ٢٤ منډو يې په خپله دويمه لوبه کې هم ماته وخوړه. د دوى له ډلې مصدق حسېن ٦٠ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز افغان لوبغاړى شفيق الله شفق يوازې د ٢ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.
د ډهاکه پلاټون له لوري مشرفي مرتضى او حسن محمود ٢-٢ او وهاب رياض ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې سيلهټ تهنډرز لوبډلې سره نوين الحق هم شته، چې هغه په لومړۍ لوبه کې لوبېدلى و او په دويمه لوبه کې بيا د دغه لوبډلې لپاره شفيق الله شفق ولوبېده چې په روان ليګ کې دا د نوموړي لومړۍ لوبه وه.
همدا راز تر دې مخکې د نن ورځ په اوله او عمومي ٧مه لوبه کې د محمد نبي په مشرۍ رنګپور رېنجرز او چټاګرام چېلنجرز لوبډلې سره مخامخ شوې وې، چې د محمد نبي لوبډلې هم پرلپسې دويمه لوبه کې ماته وخوړه او چېلنجرز لوبډلې ترې په ٦ ويکټو لوبه وګټله.