کورپاڼه / جالب / د نړۍ تر ټولو لوړ قدې میرمن مړه شوه

د نړۍ تر ټولو لوړ قدې میرمن مړه شوه

د نړۍ تر ټولو لوړ قدې مصرۍ ښځه هودا عبدالجواد د ۲۹ کلونو په عمر مړه شوه. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، هودا عبدالجواد له ډېرې مودې راهیسې ناروغه وه او داخلي غړو یې سم کار نه کاوه.

ډاکټرانو ویلي، چې دغه د لوړ قد لرونکې مېرمن د پښتورګو د خرابوالي له امله، له تېرو څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستره وه، مړه شوې. هودا عبدالجواد د مصر د الشرقیه ولایت اوسیدونکی وه او په یوه سیمه ایز روغتون کې ساه ورکړه.

د ګینس ادارې د وینا له مخې، د هودا جواد د لاس اوږدوالی ۲۴.۳ سانتي متره، د یوې پښې اوږدوالی ۳۳.۱ سانتي متره او د لاس د مټ اوږدوالی یې ۲۳۶.۳ سانتي متره و.

بل لوري ته د نوموړې ۳۳ کلن ورور عبدالجواد د ګینس د نړیوالو ریکارډونو د کتاب درې جایزې لري.

د دوی والدین وایي، دواړه یعنې ورور او خور له زیږون راهیسې په مختلفو ناروغیو اخته دي، محمد عبدالجواد زیاتره له خپل فزیکي جوړښت له امله اندیښنه وي، ځکه چې د غدې د خرابوالي له امله یې روغتیا زیانمنه شوې ده.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …