کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د لنکا لیګ لومړۍ لوبه د نور احمد لکڼوال لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ لومړۍ لوبه د نور احمد لکڼوال لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ لومړۍ لوبه کې د نور احمد لکڼوال لوبډلې (ګال ګلیډیټرز) د رحمن الله ګربز لوبډلې (جافنا کینګز) ته په ۵۴ منډو ماتې ورکړه. نور احمد یوه ویکټ ترلاسه کړه، ګربز ۱۱ منډې وکړې.

د لنکا غوره لیګ سیالیو لومړۍ لوبه د جافنا کینګز او ګال ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پیل پچه جافنا کینګز وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

ګال ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې راجاپاکسا ۵۶ او سمېت پټېل ۴۲ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د جافنا کینګز لخوا جیډن سیلس ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز ونېندو هسرنګا ۲، سورنګا لکمل او مهیش تکشینا ۱-۱ ویکټ واخیسته.

جافنا کینګز لوبډلې د ۱۶۵ منډو په تعقیب په ۱۸.۴ اورونو کې په ۱۱۰ منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۵۴ منډو یې لوبه وبایلله، چې وهاب پکې تر ټولو زیاتې ۲۷ منډې وکړې.

ګال ګلیډیټرز لپاره سمېت پټېل ۳، محمد حفیظ او پالنا ترنګا ۲-۲، نور احمد لکڼوال، لهیرو مدوشانکا، نوان توشارا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. سمېت پټېل د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …