کورپاڼه / روغتيا / پنځه هغه لارې چارې چې له حساسیت څخه مو ساتي

پنځه هغه لارې چارې چې له حساسیت څخه مو ساتي

حساسیت یوه داسې ناروغي ده چې کوم ځانګړی موسم نلري، بلکې هر وخت پېښېدلی شي. حساسیت یوازې د پوستکي ناروغي نه ده بلکې یوه عامه ناروغي ده چې ورو-ورو ټول بدن اغېزمنوي، دفاعي ځواک کمزوری کوي او د ژر ژر ناروغېدو سبب کېږي، خو موسمي حساسیت خطرناک وي.

څېړونکې وایي، کله چې یو شخص سړو وواهه نو اغېز یې تر درېیو، پنځو یا اوو ورځو پورې وي او د حساسیت نښې، نښانې تر اوږدې مودې پورې وي. په ژمي کې ډېر وخت په بند ځایونو کې یو، چې په همدې سبب د خاورو، دوړو او نورو لاملونو په سبب حساسیت پیدا کېږي.

د حساسیت په نښو، نښانو کې پرنجېدل، د پوستکي خارښت، تبه او د سترګو سوخت شامل دي. که چېرته لږ غوندې احتیاط وکړئ نو له حساسیت څخه ځان ژغورلی شئ.

۱- که چېرته په کور کې قالین یا فرش استعمالوئ، نو اړینه ده چې پاکوالي ته یې پام وکړئ.

۲- له خوراک وړاندې، له خوراک وروسته، د حیواناتو له لمسولو او نورو کارونو کولو وروسته په منظم ډول لاسونه ومینځئ.

۳- که چېرته هر وخت ګرمې اوبه استعمال کړئ، یعنې د جامو وینځلو لپاره، لامبلو او نورو چارو لپاره نو له میکروبونو خوندي پاتې کېدلی شئ.

۴- هغه کوټه چې تاسو پکې اوسېږئ یا خوب کوي، پاکوالي ته یې ډېره پاملرنه وکړئ. په کوټه کې بوټي او ګلان مه ږدئ ځکه چې کابن ډای اکساید خارجوي، چې بیا د روغتیا لپاره زیانمن وي.

۵- په ژمي کې د کورکمن، ادرک او مرچکو استعمال دفاعي سیستم پیاوړی کوي، دا له حساسیت څخه خوندیتوب رامنځته کوي، نو اړینه ده چې هر وخت ادرک وکاروو.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …