کورپاڼه / اسعار / ۱۵ قوس ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې سلیزې ته نږدې شول

۱۵ قوس ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې سلیزې ته نږدې شول

امریکایي ډالر، چې یوه ورځ وړاندې په ۹۶.۲۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ کې ۷۵ پوله زیاتوالی راغلی او د (۱۵ قوس ۱۴۰۰ \ ۶ دسمبر ۲۰۲۱) د دوشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې یو امریکایي ډالر په ۹۶.۹۵ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۱۰۸.۲۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۲۴.۴۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۱۰۱.۱۰ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۶۵.۷۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۷۴.۷۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۳.۹۰ افغانۍ، د ناروې کرون ۱۰.۱۶ افغانۍ، د سویډن کرون په ۱۰.۱۰ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۵.۱۰ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۵.۸۰ افغانۍ، د کویټ دینار په ۳.۴ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۴.۹۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۳۷ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۸ افغانۍ، د چین ین په ۱۳.۵۰ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۳۰ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۸۰۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۱۵۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۵۲۸ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

۱۷ قوس ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم پورته شول

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ یې د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله، نن یې هم …