کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې لوبډلمشر د نولس کلنو بې وزله لوبغاړي ته خپل بېټ ډالۍ کړ

د ملي لوبډلې لوبډلمشر د نولس کلنو بې وزله لوبغاړي ته خپل بېټ ډالۍ کړ

د ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د نولس کلنو لوبډلې ته د نوي غوره شوي بې وزله افغان لوبغاړي خیبر ولي د هڅونې لپاره هغه ته خپل بېټ ډالۍ کړ.

په دې ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو د خیبر ولي په نوم د نولس کلنو له کم عمره لوبډلې د یوه لوبغاړي عکس خپرېږي او ویل کېږي چې نوموړي له دې وړاندې سیمکارتونه او د موبایل کارتونه خرڅول.

کرکټ بورډ هم پر خیبر ولي یو ویډیویي راپور جوړ کړی، چې په هغې کې د نوموړي د ژوند کیسه رانغښتل شوې او لېدل کېږي، چې هغه پر سړکونو کارتونه خرڅوي او کله چې پرې لوبډلې ته د غوره کېدو زېری کېږي، نو په زېري کې کارت ورکوي.

کرکټ بورډ له ویډیو سره لیکلي((د یوه مستعد ځوان خوبونه په حقیقت بدلیږي، خیبر ولي حتی دا فکر هم نه درلود چې کومه ورځ به د ۱۹ کلنو کم عمره نړیوال جام او اسیا جام سیالیو برخه وي.

خو نن یې وکولی شول چې د خپلو هلو ځلو او وړتیا په پایله کې ځان تر دې ستر هدف ورسوي، چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نوموړی د خپلې وړتیا او استعداد له مخې غوره او یو ستر خوب یې ورته په حقیقت بدل کړ.))

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …