کورپاڼه / جالب / امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت له یوه پلورنځي لس میلونه ډالر تاوان اخیستی.

راپورونه وایي، اپریل جونس د امریکا اوسیدونکې ده او د والمارټ په نوم پلورنځي کې یې د سودا اخیستلو پرمهال په پښه کې زنګ وهلی مېخ تللی و. دا پېښه په ۲۰۱۵ کال پېښه شوې وه.

راپور زیاتوي، اپریل جونس د پښې د زخمي کېدو په سبب له سختو ستونزو مخ شوه، چې بیا یې ډېر عملیاتونه هم وکړل، د درملنې پرمهال لومړی د هغې د پښې پنجه پرې کېده، خو وروسته یې ټوله پښه پرې شوه.

دې دردونکې پېښې د اپریل ژوند له بدو بتر کړ، ځکه چې نوموړې د خپل ژوند شپږ کاله په وهیلچر تېر کړل. اپریل د پلورنځي د خاوند پر وړاندې قضیه ثبت کړه او وکیل یې دا دریځ غوره کړ چې موکیله ته دې یې تاوان ورکړل شي.

د هغې وکیل ویلي چې موکیله یې په دې پیسو غواړي ځانته مصنوعي پښه واخلي او خپل کور د وهیلچر لپاره جوړ کړي. محکمې وروسته پرېکړه وکړه چې لس میلونه ډالر تاوان دې ور کړي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …