کورپاڼه / خبرونه / ډیوه پتنګ ژمنه کوي چې هره میاشت له خیبر ولي سره مرسته کوي

ډیوه پتنګ ژمنه کوي چې هره میاشت له خیبر ولي سره مرسته کوي

د ډېوه ګروپ ډایریکټرې او د ملي تلویزون پخوانۍ همکارې ډېوې پتنګ د نولس کلنو لوبډلې ته د نوي غوره شوي بې وزله لوبغاړي سره د مالي مرسته ژمنه وکړه.

ډېوه پتنګ پر خپله فیسبوکپاڼه لیکي:((څومره په زړه پورې او هیله بښوونکې کیسه! پر سړک د تلیفون کارتونو له خرڅولو نه، نړیوال جام او د اسیا ګپ سیالیو ته لاره موندل ددغه ځوان له هیلو ډکه او بې سارې کیسه ده.))

نوموړې زیاتوي:((دې ته وايي د یوه ستر ارمان پوره کېدل. زه هم اعلان کوم چې هره میاشت به د خیبر ولي سره مالي مرسته کوم. غواړم د دې اغیزناک سفر برخه اوسم.))

ډېوې پتنګ له کرکټ بورډ څخه مننه کړې او داسې مستعد ځوانان له نظره نه غورځوي:((مننه له کرکټ بورډ نه چې داسې استعداونو خاورې کېدو ته نه پرېږي.))

د یادونې وړ ده چې خیبر ولي د ننګرهار اوسیدونکی او د یوې غریبي کورنۍ څخه دی، چې پر سړک د موبایل کارتونه خرڅوي او له دې لارې د کور خرڅ پوره کوي، خو دوه وړاندې یې بخت بېدار شو او د غوراوي کمېټې له لورې د نولس کلنو اسیا او نړیوال جامونو ته په لوبډله کې اعلان شو.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …