کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سږ کال په بیګ باش سیالیو کې دا په زړه پوری قانون هم پلي کېږي

سږ کال په بیګ باش سیالیو کې دا په زړه پوری قانون هم پلي کېږي

د استرالیا بیګ باش کرکټ لیګ د نړۍ له غوره لیګونو څخه دی، په دې لیګ کې داسې په زړه پورې پرېکړې او اصول عملي کېږي، چې د کرکټ مینوال حیرانوي او اوس په همدې لړ کې یوه بله حیرانوونکې پرېکړه شوې ده.

راپورونه وایي چې د بیګ باش کرکټ لیګ دغه نوې پرېکړه یا قانون کولی شي، چې په لوبه کې د وخت ضایع کولو مخنیوی وکړي او لوبه به نوره هم منظم کړي.

په یاد لیګ کې د اتمه او دیارلسمه اورونو ترمنځ لوبغاړو ته د درې دقیقو دمې اجازت ورکول کېږي، چې بیا هغوی په دې وخت کې خوراک، څښاک یا ځان تازه کوي، خو وخت د لوبغاړو له لورې اضافي وخت نېول کېږي.

اوس د یاد لیګ ادارې پرېکړه کړې، که چېرته توپ وهونکي اضافي وخت ونېو او لږه ډېره دمه یې وکړه، نو حیرانوونکې سزا به ورکول کېږي او هغه دا چې د (وړیا توپ) له سزا سره به مخ کېږي.

یعنې توپ وهونکی به د توپ اچونکي یو توپ ته نه درېږي، بلکې هغه به پر ویکټ توپ اچونه کوي که چېرته ویکټ ولګېده نو لوبغاړی به سوځېدلی حسابېږي او که چېرته یې ویکټ ونه لګېده نو خپلې توپ وهنې ته به دوام ورکوي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …