کورپاڼه / روغتيا / که د ستوني اړوند ناروغۍ لرئ؛ په دې ډول یې درملنه وکړئ

که د ستوني اړوند ناروغۍ لرئ؛ په دې ډول یې درملنه وکړئ

د ستوني د مختلفو ستونزو لپاره د درملو د استعمال پر وخت په دې پوهېدل اړین دي چې آیا موږ په رښتیا هم درملو ته اړتیا لرو او که نه؟ ځکه د ستوني وړه ستونزه یا خرابېدل دومره لویه خبره نده. د خوراک پرمهال اختیاط نه کول یا ساړه یا ډېر ګرم شیان خوړل هم ستونی خرابوي، چې بېرته ژر رغېږي.

خو که چېرته په ستوني کې میکروب وي نو انټي بیوټیک ته اړتیا پېښېږي، خو له ډاکټر سره مشوره کول اړین دي. د ستوني خرابېدل ځینې وخت په غړغړه کولو هم ښه کېږي خو که تکلیف دوام وموند نو ډاکټر سره مشوره وکړئ.

که چېرته تاسې هم د ستوني له تکلیف ځورېږئ نو په دې ډول یې حل کړئ: په ګرمو اوبو کې اوبه واچوئ او په منظم ډول یې غړغړه کړئ. د ادرک په اوبو کې شات واچوې او و یې څټئ، ستونی به مو ښه شي.

لږ غوندې بادیان په ورځ کې څه ځله وژوئ او اوبه یې تېرې کړئ. که آواز مو کېناست نیم لیتر اوبه راواخلئ، لږ بادیان پکې پاخه کړئ او کله چې څلورمه برخه پاتې شوې نو ښکته به یې کړئ او د خوند لپاره به لږه بوره ور واچوئ او په ورځ کې به یې دوه یا درې ځله وکاروئ.

همدا راز یوه کاچوغه سرکه په اوبو کې واچوئ او غړغړه یې کړئ، د لېمو چای هم خورا ګټور وي او ورسره که چېرته مالټې او بادیان هم وکارول شي نو ټوخی ورکوي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …