کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د ماشومان ناروغي او اختیاطي تدابیر

په ژمي کې د ماشومان ناروغي او اختیاطي تدابیر

د ژمي په رارسېدو سره کوچني ماشومان د سړې هوا په سبب له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کېږي. ماشوم، چې دفاعي سیستم یې دومره پیاوړی نه وي، لږه بې احتیاطي هم له ناروغیو سره مه کېږي.

په ژمي کې د پوزې بهېدل، زکام، ټوخی، تبه او د تنفس ستونزې عامې ناروغۍ دي او په آسانۍ سره درملنه کېدلی شي. دا ټولې ناروغۍ د میکروب یا وایروس په سبب وي که ورته پام ونشي نو په سینه بغل او نري رنځ ناروغۍ بدلېږي.

نو اړینه ده چې میندې پر خپلو ماشومانو نظر وساتي، حرکتونه یې وڅاري، کوټه یې پاکه او هوا داره وي. د تبې په حالت کې باید په ماشوم خوراک وکړل شي.

په دې حالت کې ماشوم باید بشپړ آرام او خوب وکړي، که تبه زیاته وي نو یخې یا سړې ټوټو باندې دې کابو کړي. د تبې لپاره درمل ورکړئ، خو له دولس کلن څخه کمه عمره ماشوم ته اسپرین او ډسپرین مه ورکوئ، ځکه دا یې دماغ او ځیګر اغېزمنوي.

د ماهي تېل یا شات د ماشوم لپاره غوره خوراک دی او د تنفسي سیستم له ناروغیو یې خوندي ساتي. که چېرته له دې ټولو لارښوونو عملي کولو سربېره بیاهم تبه کابو نه شوه نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …