کورپاڼه / اسعار / ډالر لا پورته روان دي، مخه نیول یې ګران شول، تازه نرخ به مو حېران کړي
ډالر

ډالر لا پورته روان دي، مخه نیول یې ګران شول، تازه نرخ به مو حېران کړي

امریکایي ډالر، چې له څو ورځو راهیسې بیا مخ په بره روان دي او په نرخ کې یې ډېروالی راځي، نن یې د لوړوالي ټول ریکارډونه مات کړل او ښایي نور هم ګران شي.

پرون سهار د سرای شهزاده د فیسبوکپاڼه پر اساس یو امریکایي ډالر په ۹۶.۲۰ افغانیو و، چې بیا د ورځې په جریان کې نور هم پورته شول او ۹۷ افغانیو پورې ورسېدل.

نن سهار یو امریکایي ډالر په ۹۶.۹۶ افغانیو سره تبادله کېده، خو دا نرخ ثابت پاتې نه شو او اوس دا دی په ۹۸ افغانیو دي، چې په دې سره یې ښایي ډېر ژر ۱۰۰ ته ورسېږي.

څو ورځې وړاندې په همدې موخه، چې افغانۍ د امریکایي ډالرو پر وړاندې نرخ ثابت وساتي، د افغانستان مرکزي بانک لس میلونه ډالر لیلام ته هم وړاندې کړل، خو یوازې تر دوو ورځو پورې ګران نه شول.

دا چې ولې افغانۍ ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، تر شا یې ګڼ لاملونه وجود لري، چې په هغې اقتصادي بندیزونه او په بازار کې د ډالرو کمښت تر ټولو لوی لاملونه دي.

دا هم ولولئ

۱۷ قوس ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم پورته شول

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ یې د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله، نن یې هم …