کورپاڼه / افغان سوکوهونکي خپل سيال مات او نړيوالو اتلوليو ته يې لار وموندله
سهېل احمد

افغان سوکوهونکي خپل سيال مات او نړيوالو اتلوليو ته يې لار وموندله

افغان سوکوهونکي سهېل احمد په انګلستان کې خپل تانزانيايي سيال ته د لس راونډونو په لوبه کې ماته ورکړه او په دې سره يې نړيوالو اتلوليو ته لار وموندله.

نن د انګلستان په يارک هال کې افغان سوکوهونکي سهېل احمد له خپل تانزانيايي سيال بنسون سره د لس راونډونو د سوکوهونې لوبه درلوده، چې هغه ته يې په دغه لوبه کې ماته ورکړه او په دې سره يې نړيوالو اتلوليو ته لار پېدا کړه.

سهيل احمد چې په انګلستان کې ژوند کوي او هلته مسلکي سوکوهنه يا باکسنګ سيالۍ ترسره کوي، څه وخت مخکې کابل ته راغلى و او د خپلو دوه سياليو لپاره يې په کابل کې هم تمرينات ترسره کړي و.

دا د نوموړي ١٦مه لوبه وه، چې له تانزانيايي سوکوهونکي سره يې ترسره کړه او بريا يې پکې خپله کړه. هغه د سوکوهنې په سياليو کې ١٥ سيالۍ په خپل نوم کړي دي او يوازې په ١ سيالۍ کې يې ماته خوړلې ده، چې په دې سره يې نړيوالو اتلوليو ته لار پېدا کړه.

تر دغه سيالۍ مخکې سهېل احمد له خپلواک وېبپاڼې سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې هغه تل د لوبې مېدان ته په دې نيت کوزېږي، چې د افغانستان بېرغ به ځلوي او افغانانو ته به وياړونه راوړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د شرمندونکو اشخاصو اړیکې اغېزمنې وي، څنګه کولی شو چې دغه عادت له منځه یوسو؟

ډېری شرمندونکي اشخاص له نورو څخه یواځې یا تنها اوسېدنه خوښوي، چې بیا په همدې …