کورپاڼه / سياست او روانې چارې / له اسلامه ایستل شوی شخص وسیم رضوي هندو شو

له اسلامه ایستل شوی شخص وسیم رضوي هندو شو

وسیم رضوي، چې د هند په ستره محکمه کې یې د قرآن کریم د بدلون لپاره عریضه کړې وه، اسلام پرېښود او هندو مذهبی شو.

د بهرنيو رسنیو د راپورونو پر اساس، وسيم رضوي د غازي آباد د داسنا ديوي مندر له مذهبي مشر يتي نرسمهانند سره بيعت وکړ او د مذهب له بدلولو وروسته یې نوم د وسيم رضوي پرځای جتندر ناراین سينګ تياګي شو.

وسیم رضوي له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، زه له اسلام څخه ایستل شوی یم او نن د سناتن مذهب غوره کوم. بله خوا د هندوانو ټولنې مشر ویلي چې د وسیم پرېکړه ستایو، هغه اوس هندو مذهبی دی، څوک یې پر خلاف فتوا نشي ورکولی او حکومت دې هم ورته مناسب الفاظ وکاروي.

وسیم رضوي د مسلمانانو په څېر له مړینې وروسته د خښولو پرځای سوځېدل غواړي او وصیت یې هم کړی چې له مړینې وروسته دې وسوځول شي.

د یادونې وړ ده چې وسیم رضوي په تېر کې یو جنجالي کتاب لیکلی، چې په هغې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کې له سپکاوي ډکه ژبه کارولې وه، چې له هغې وروسته د مسلمانانو تر سختو نېوکو لاندې راغی او له اسلامه خارج کړل شو.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …