کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

د مجیب الرحمن لوبډلې د بیګ باش دویمه لوبه کې ماتې وخوړه

مجیب الرحمن ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې او لوبډلې یې (بریسبین هېټ) په اوو ویکټو ماتې وخوړه.

د بیګ باش لیګ ۲مه لوبه د سېډني ټنډر او بریسبین هېټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ټنډر پچه وګټله او لومړی یې هېټ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

بریسبین هېت په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډې وکړې، د دوی له لوري بین ډکټ ۴۶، سام هزلیټ ۴۲ او ژیویر برتلیت ۲۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سېډني ټنډر له لوري دنیال سامس ۳، ناتن میک اندریو او ګریندر سند ۲-۲، او تنویر سانګا ۱ ویکټ واخیسته.

سېډني ټنډر د ۱۴۱ منډو هدف د لوبې په ۱۷.۱ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ۷ ویکټو یې بریا ترلاسه کړه.

د سېډني ټنډر له لوري سام بلېنګس ۴۵ او ایلیکس روس ۶۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بریسبین هیټ لپاره لیام ګوتري ۲ او ژیویر برتلیت ۱ ویکټ واخیسته. ایلیکس روس د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …