کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د راشد خان او اصغر افغان په ګډون ۴۵ افغان لوبغاړو د پاکستان سوپر لیګ ته نوملیکنه کړې
راشد خان، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی او رحمان الله ګربز

د راشد خان او اصغر افغان په ګډون ۴۵ افغان لوبغاړو د پاکستان سوپر لیګ ته نوملیکنه کړې

د پاکستان سوپر لیګ د ۲۰۲۲ کال راتلونکي پړاو لپاره ۴۴۳ بهرنیو او ۴۹۵ پاکستاني لوبغاړو نوملیکنه کړې ده، چې له دې ډلې یې بیا د اصغر افغان او راشد خان په ګډون ۴۵ افغان لوبغاړو هم ورته په څلور کټګوریو کې نوملیکنه کړې ده.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته هر کال لسګونه افغان لوبغاړي نوملیکنه کوي، خو یوازې د ګوتو په شمېر ځینې یې ترې د بېلا بېلو لوبډلو له خوا اخیستل کېږي.

سږکال لپاره د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په پلاټینیم کټګورۍ کې نوملیکنه کړې ده، همدا راز په ډایمنډ کټګورۍ کې بیا حمید حسن، افسر ځاځي، نجیب الله ځدراڼ، نوین الحق او قېس احمد خپل نومونه لیکلي دي.

همدا راز په (ګولډ) کټګورۍ کې بیا اصغر افغان، حضرت الله ځاځي، رحمان الله ګربز، بهار شینواري، دولت ځدراڼ، فضل ځاځي، غمي ځدراڼ، اظهار الحق نوید، محمد وقار سلامخېل، سید شېرزاد، شفیق الله غفاري، یونس احمدزي او ظاهر خان خپل نومونه لیکلي دي.

په (سلور) کټګورۍ کې بیا عبدالواسع نوري، عبدالرحیم منګل، افتاب عالم، اسدالله متاني، عظمت الله عمرزي، بهیر شاه محبوب، درویش رسولي، فضل ځاځي، فضل حق فاروقي، حاجي مراد مرادي، حمزه هوتک، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، عمران میر، کریم جنت، محمد شهزاد، موسی مسلم، ناصر توتاخیل، نوید عبید، نور احمد، سمیع الله شینواري، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف، عثمان غني، یامین احمدزي او ضیا الرحمان اکبر نومونه لیکلي دي.

د یادولو وړ ده چې تېر کال محمد نبي او مجیب الرحمان هم د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېدلي و، خو سږکال دواړو خپل نومونه د ډرافټ سیالیو لپاره نه دي لیکلي.

یاده دې وي چې د پاکستان سوپر لیګ ۷م پړاو د جنورۍ په ۲۷مه پیليږي چې تر فبرورۍ ۲۷مې پورې به دوام وکړي. د دغه سیالیو لومړۍ ۱۵ لوبې په کراچۍ او پاتې ۱۹ لوبې په لاهور کې ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …