کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د نجیب الله ځدراڼ لوبډلې هم بریا خپله کړه

د نجیب الله ځدراڼ لوبډلې هم بریا خپله کړه

د لنکا لیګ دویم لوبه کې د نجیب الله ځدران لوبډلې (ډمبولا جینټ) د کنډي واریرز لوبډلې په ۲۰ منډو ماتې ورکړه.

د لنکا غوره لیګ سیالیو لومړۍ لوبه د دمبولا جینټ او کنډي واریرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پیل پچه دمبولا جینټ وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

دمبولا جینټ لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې پال سالټ ۶۴، نیروشان دیکویلا ۳۷ او داسن شانکا ۲۴ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د کنډي واریرز لخوا لیهرو کمارا ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز امین الحسین ۲، سچندو کولمبوج او رومن پاول ۱-۱ ویکټ واخیسته.

کنډي واریرز لوبډلې د ۱۹۱ منډو د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډې وکړې او په ۲۰ منډو یې لوبه وبایلله، چې رومن پاول پکې تر ټولو زیاتې ۴۲ منډې وکړې.

ګال ګلیډیټرز لپاره نوان پردیپ او رامش مینډیس ښه توپ اچونه وکړه، دواړو ۳-۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز داسن شانکا او عمران طاهر ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. سمېت پټېل د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …