کورپاڼه / بېلا بېل / ولې د ژمي په موسم کې زموږ له خولې څخه بخار خارجېږي؟

ولې د ژمي په موسم کې زموږ له خولې څخه بخار خارجېږي؟

سږ کال د یخنۍ شدت په ټول هېواد کې لیدل کېږي او ښایي په دې موسم کې مو فکر شوی وي چې له کوره د وتلو پر مهال له خولې نه لوګي یا بخار ووځي. خو پوښتنه داده چې په سخت یخ کې موږ ولې له خولې څخه وتونکې هوا وینو او لامل یې څه دی؟

په حقیقت کې دا ډېر په زړه پوری لامل لري او که لږ فکر وکړئ نو خپله به پوه شئ. که دومره بد غمګین نه یاست نو په دې خو به هرو مرو پوه یاست چې د انسان بدن ۶۰ سلنه له اوبو جوړ دی.

نو د دومره زیاتو اوبه مطلب دادی کله چې موږ ساه وباسو نو نه یوازې دا چې کاربن ډای اکساید خارجوو بلکې په ځانګړې اندازه اوبه هم ورسره خارجېږي.

د اوبو مالیکولونه په ګاز ډوله شکل اوړېدلو ته ډېره انرژي مصرفوي او کله چې د ګرمو اوبو د بخار مالیکولونه له بدن څخه سړې هوا ته وځي نو هلته د مایع او د واورې د کوچنیو څاڅکو شکل خپلوي او په همدې طریقه وریځې هم جوړېږي.

کله چې په ساه کې موجود بخار مایع شکل غوره کړي، نو د تودوخې په سطحه کې د هوا او اوبو بخار د شبنم شکل غوره خپلوي. یعنې هوا چې څومره نمجنه وي په هماغه اندازه مو له خولې وتونکی بخار ډېر وي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …