کورپاڼه / کرکټ / د ایشیز لوبلړۍ وروسته لوبه به په پرت کې ترسره نشي

د ایشیز لوبلړۍ وروسته لوبه به په پرت کې ترسره نشي

د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ تاریخي ایشیز یا ټیسټ لوبو لوبلړۍ وروستۍ لوبه به په پرت ښار کې ترسره نشي.

د اسټرالیا کرکټ بورډ له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، چې د کورونا وایروس د بندیزونو په سبب د ایشیز لوبلړۍ پنځمه ټیسټ لوبه په پرت کې نشي ترسره کېدلی.

د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي، چې دوی د لویدیځې اسټرالیا له حکومت او د کرکټ له ټولنې سره یوځای پرېکړه کړې، چې په پرت ښار کې به ټیسټ لوبه نه ترسره کېږي.

د استرالیا کرکټ بورډ چارواکي وایي، چې د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ د ایشیز لوبلړۍ د وروستۍ یا پنځمې ټیسټ لوبې په متبادل ځای د ترسره کېدو په اړه بحثونه کېږي.

د یادونې وړ ده چې د استرالیا او انګلستان ترمنځ د ایشیز لوبلړۍ لومړۍ ټیسټ لوبه د دسمبر له ۸مې پیلېږي او وروستۍ ټیسټ لوبه یې د جنورۍ په ۱۴مه په پرت کې مهالویش شوې ده.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …