کورپاڼه / جالب / په فرانسه کې د یوه سړي له کوره د سل پېشوګانو، موږکانو او نولیو جسدونه ترلاسه شوي

په فرانسه کې د یوه سړي له کوره د سل پېشوګانو، موږکانو او نولیو جسدونه ترلاسه شوي

په فرانسه کې د یوه زوړ سړي له کوره د سلو پیشوګانو مسخه شوي جسدونه ترلاسه شوي او ترڅنګ یې د موږکانو او نولیو پاتې شوني هم موندل شوي دي.

د نړيوال خبري اژانسد راپور له مخې، وروسته له هغې چې د فرانسې د نيس ښار په روغتون کې يو ۸۱ کلن سړی د ناروغۍ له امله بستر شو، نو وراره يې په کور کې د حیواناتو د پاتې شونو په اړه پوليسو ته خبر ورکړ.

پولیسو او د حیواناتو ساتنې ادارې د هغه په کور چاپه واچوله او د ۱۰۰ پیشوګانو مړي یې وموندل، چې ډیری یې په پلاستیکي او لرګینو ډبو کې بند وو او د یوې پیشو پاتې شوني په سوفه پراته وو او داسې ښکارېده لکه نورو پېشوګانو چې خوړلي وي.

دا کس، چې له تقاعد وروسته په کور کې یوازې اوسېده، له کوره یې د نولیو او موږکانو پاتې شوني هم ترلاسه شوي. د حیواناتو ساتنې ادارې مشر وایي چې نوموړي د پیشوګانو له مړینې وروسته هغه په ډبیو کې بندولې.

د یادې ادارې مشر ویلي، دا شخص د (نوح سندروم) په ناروغۍ اخته دی او په دې ناروغۍ اخته کس د حیواناتو د ساتلو عادت لري، خو اړینو ضروریات ته یې پام نه کوي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …