کورپاڼه / هنر او کلتور / د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د بالیووډ فلمي لوبغاړي اکشي کمار نوي فلم (سوریا ونشي) په باکس افس د رنویر سینګ او شاه رخ خان د فلمونو ریکارډ مات کړ.

په وروستیو د اکشي کمار نوی فلم (سوریا ونشي) سینما ته وړاندې شو، چې تر دا مهال یو بریالی فلم ګڼل کېږي او دې فلم له ګرځبندیز وړاندې د خپرو شویو فلمونو ریکارډ هم مات کړ، چې په هغې د شاه رخ خان (چینای ایکسپریس) او د رنویر سینګ (سمبا) فلمونه هم شامل دي.

دا فلم چې د روهیت شیټي په ډایریکټرۍ جوړ شوی، ۲۱ مقام یې خپل کړ او د خپرېدو په څلورمه اوونۍ یې د هغه فلمونو په کتار کې ځای خپل کړ، چې زیاته ګټه یې کړې ده.

دې فلم په څلورمه اوونۍ ۶۴.۳ میلونه هندي روپۍ ګټلي، چې په دې سره یې د رنویر سینګ (سمبا) فلم شاته پرېښود. سمبا فلم په څلورمه اوونۍ ۶۱.۸ میلونه ګټه کړې وه.

یوازې د رنویر سینګ فلم نه بلکې د شاه رخ خان فلم (چینای ایکسپریس) یې شاته پرېښود، ځکه دې فلم په څلورمه اوونۍ ۶۰.۱ میلونه ګټه کړې وه.

تمه ښودل شوې چې د (سوریا ونشي) فلم به تر ۲۰۰ کروړه پورې ګټه وکړي. د یوې هندۍ ویبپاڼې د راپور له مخې دې فلم تر اوسه پورې کابو ۱۹۱ کروړه ګټه کړې. په یاد فلم کې اکشي کمار او کترینه کیف مرکزي رول لوبولی او رنویر سینګ او اجی دیوګن هم پکې څرګند شوي دي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …