کورپاڼه / کرکټ / د کوهلي جنجالي اوټ؛ په ټولنیزه رسنۍ سروې ترسره شوې ده

د کوهلي جنجالي اوټ؛ په ټولنیزه رسنۍ سروې ترسره شوې ده

د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي په صفر سره اېل بي ډبلیو وسوځېده، چې تر ډېره جنجالي اوټ و.

یعنې هغه توپ چې د نیوزیلېنډ توپ اچونکي اعجاز پټېل له لورې ویرات کوهلي ته اچولی شوی و؛ هغه په یو وخت هم له بیټ او هم له پیډ سره لګېدلی و، خو د لوبې درېیم لوبڅار د اوټ پرېکړه وکړه.

هندي رسنۍ په دې لړ کې له خپلو لوستونکو او مینه والو سروې وکړه، چې هغوی ویرات کوهلي ناسوځېدلی وګاڼه. په دې سروې کې بېلابېلې پوښتنې شوې وې.

د کوهلي په حق کې ۶۶۸۶ کسانو نظرونه ورکړل، ۲۰۸۸ کسانو هغه اوټ وګاڼه، ۵۵۹۶ کسانو د لوبڅارانو معیار ښه ونه باله او ۳۱۷۷ کسانو مثبت نظرونه ورکړل.

د یادونې وړ ده چې هند په دویمه ټیسټ لوبه کې نیوزیلېنډ ته په ۳۷۲ منډو ستره ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې ۲-۰ وګټله.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …