کورپاڼه / خبرونه / اسدالله خان په نړیوال جام کې د محمد نبي کپتاني (کمزورې کپتاني) وبلله او د هغه د بدلولو غوښتنه یې وکړه
اسدالله خان او محمد نبي

اسدالله خان په نړیوال جام کې د محمد نبي کپتاني (کمزورې کپتاني) وبلله او د هغه د بدلولو غوښتنه یې وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ مخکیني سرپرست اجراییوي رییس او په ټي ټین لیګ کې د دکن ګلیډیټرز لوبډلې مرستیال روزونکی اسدالله خان وايي چې په نړیوال شل اوریز جام کې د محمد نبي کپتاني کمزورې وه او باید هغه له کپتانۍ څخه بدل شي.

په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري د محمد نبي په غاړه وه، چې د هغه په لوبډلمشرۍ کې افغانستان په ۵ لوبو کې په ۲ لوبو کې بریا خپله کړه او په ۳ لوبو کې له ماتې سره مخ شوه.

اسدالله خان د افغانستان له یو هغه تخنیکي کسانو څخه دی، چې په خپله لوبغاړی هم پاتې شوی دی او لومړنی څوک دی چې د یوې بهرنۍ لوبډلې مرستیال روزونکی هم دی. همدا راز نوموړي د تاجکستان کرکټ د پرمختګ لپاره هم ډېر کار کړی دی.

اسدالله خان د امریکا غږ راډیو سره په خپله مرکه کې د محمد نبي په اړه وویل، چې زموږ د لوبډلې هېڅ معلومات نه و، کله به یو توپوهونکی په اتم نمبر توپوهنې ته راغی او کله به په دویم نمبر توپوهنې ته راغی، نبي په لوبغاړو باور نه درلود او زه وایم چې هغه یو کمزوری کپتان دی.

هغه زیاته کړه، زموږ لوبډلې ډېر ښه چانس درلود چې پاکستان یا هند ته ماتې ورکړو، خو موږ ونه شول کولای. کومه لوبډله چې په نړیوال شل اوریز جام کې ولوبېده، هغه محمد نبي په خپله غوره کړې وه، موږ د نړۍ غوره سپینران لرو، خو موږ داسې بالران راوستل چې هغوی هېڅ نه شول کولای.

اسدالله خان دا هم وویل، چې ټولو فارمېټونو ته بیل بیل کپتانان ټاکل نه دي پکار، یو کپتان پکار دی، خو هغه ته وخت ورکول پکار دي او ترڅنګ یې داسې روزونکی هم راوستل پکار دي، چې هغه ته پوره صلاحیت ورکړل شي، چې ټیم په خپله جوړ کړي او پلانونه هم جوړ کړي، زموږ کوم روزونکي پلانونه نه دي جوړ کړي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …