کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نور احمد لکڼوال لوبډله له ماتې سره مخ شوه

نور احمد لکڼوال لوبډله له ماتې سره مخ شوه

د لنکا لیګ درېیمه لوبه کې د نور احمد لکڼوال لوبډلې (ګال ګلیډیټرز) له کولمبو سټارز لوبډلې په ۴ ویکټو ماتې وخوړه.

د لنکا غوره لیګ سیالیو ۳مه لوبه د کولمبو سټارز او ګال ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې په پیل ګال ګلیډیټرز وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

ګال ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۶ منډې وکړې، چې له ډلې یې بین ډنک ۳۸ او ایسرو اوډانا ۲۵ ناسوځېدلې تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د کولمبو سټارزز لخوا اکیلا دننجایا، دشمانتا چمیرا او دننجایا ډي سلوا ښه توپ اچونه وکړه، دوی ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. همدا راز ډیویډ ویسا او سیکوج پرسانا ۱-۱ ویکټ واخیسته.

کولمبو سټارز لوبډلې د ۱۱۷ منډو د شپږ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷.۳ اورونو کې لاسته راوړ او ګال ګلیډیټرز ته یې په ۴ ویکټو ماتې ورکړه، چې له ډلې دنیس چندیمال ۲۶ او دننجایا ډي سلوا ۲۴ منډې وکړې.

ګال ګلیډیټرز لپاره نوان توشیرا او پالن ترنګا ښه توپ اچونه وکړه، دواړو ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. همدا راز نور احمد لکڼوال او محمد حفیظ ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. دننجایا ډي سلوا د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …