کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د ګرمو اوبو استعمال حیرانوونکې ګټې لري

په ژمي کې د ګرمو اوبو استعمال حیرانوونکې ګټې لري

د ګرمو اوبو څښل ډیرې ګټې لري او دا به ناسمه نه وي چې ووایو په ژمي کې د ګرمو اوبو څښل د مجموعي روغتیا لپاره درمل دي.

د روغتیاپالانو په وینا، د انسان د بدن تر ۶۰ سلنه زیاته برخه اوبه لري، چې له دې جملې د دماغ او زړه ۷۳ سلنه اوبه دي، په کافي اندازه اوبه څښل د انسان د بدن لپاره اړینې دي، نو باید په برابره اندازه اوبه وڅښو.

د کارپوهانو په وینا، هر بالغ انسان باید د ورځې لږ تر لږه ۸ ګیلاسه اوبه وڅښي او که د ساده اوبو پر ځای یخې اوبه وڅښي، روغتیا ته یې سل په سلو کې مثبتې پایلې رسولی شي.

لکه څنګه چې په ژمي کې تنده کمه وي له همدې امله د اوبو استعمال کمېږي، چې په پایله کې یې د هاضمې او د بدن د نورو اعضاوو ستونزې ډېرېږي، په ژمي کې هم د اوبو اندازه باید لږ تر لږه د ۸ ګیلاسو ترمنځ وي.

که چېرته د ژمي په موسم کې، چې وایروسي او موسمي ناروغۍ لکه زکام، نزله، تبه او نورې زیاتېږي، یو څه ګرمې اوبه وڅښو نو سل سلنه روغتیایي ګټې به ولري.

د جاپاني روغتیاپالانو په وینا، ګرمې اوبه د شدید سر درد (میګرین)، لوړ فشار، انیمیا، د بندونو درد، د زړه د ضربان چټکوالی یا سستوالی، د مرۍ درملنه، د معدې کمزوري غوړ، کولیسټرول، توره ټوخلې، بې خوبۍ، سالنډۍ، سخت ټوخی، په رګونو کې د غوړو د راټولیدو له امله د وینې جریان کمیدل، د معدې تیزابیت، د اشتها کمیدل او د سترګو، غوږ او ستوني هر ډول ناروغي د ګرمو اوبو په مرسته درملنه کیدای شي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …