کورپاڼه / هنر او کلتور / نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې مړینې دوه کاله وړاندې په دې پوهېده چې همداسې به ورسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې عرفان خان د ۲۰۲۰ کال د اپریل په میاشت کې د سرطان ناروغۍ په سبب ومړ. نصیرالدین له هغه سره په فلمونو کې کار هم کړی دی.

نصیرالدین له دې وړاندې هم د عرفان خان په اړه ډېر نا ویلي رازونه څرګند کړي و، خو په وروستۍ مرکه کې یې ویلي، چې عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې په دې پوهېده چې داسې چل به ورسره کېږي.

نوموړي ویلي، ما له عرفان سره ډېر ځلې په موبایل خبرې کړي، حتی هغه وخت هم چې په لندن کې په یوه روغتون کې و. هغه زیاتوي چې دا حیرانوونکې وه چې عرفان خان څه ډول له دا ډول حالت سره مبارزه وکړه.

نصیر الدین شاه وایي چې عرفان ویل، زه وینم چې مرګ زما څنګ ته راروان دي، دا موقع به د څومره کسانو سره وي چې هغه له نږدې وګوري او هرکلی یې ووایي.

هغه دا هم ویلي چې د عرفان خان مړینې یو زیان دی، خو دا زموږ په لاس کې هم نه دي، دا چې ستاسو بدن کار پرېږدي، دا ستاسو په واک کې هم نه وي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …