کورپاڼه / بېلا بېل / څېړنه: دا چې خلک په څه شي پوهېدل غواړي، هغه یې احساساتو پورې تړاو لري

څېړنه: دا چې خلک په څه شي پوهېدل غواړي، هغه یې احساساتو پورې تړاو لري

یوې نوې څېړنې موندلې چې خلک په خپل ژوند کې هغه شیانو او موضوعاتو په اړه د پوهېدو هڅه کوي، چې ښه احساس ورکوي، په هغه شیانو د پوهېدو لېوالتیا نلري، چې زیان ورته رسوي.

دا موندنه د یوې ساینسي څېړنې په پایله کې شوې، چې له ۵۰۰ زیاتو کسانو پکې ګډون کړی و او د نیچر کمیونیکیشن په جریده کې خپره شوې ده.

څیړنې ښودلې چې د ژوند په اړه معلومات په هر ډګر پورې، یعنې روغتیا، مالي وضیعت یا شخصي ځانګړتیاوو پورې اړه لرلی شي. په څیړنه کې له ۵۰۰ څخه زیاتو برخه اخیستونکو تحلیل وموندله، چې د زیاتره خلکو د (معلوماتو لټون) له دریو کټګوریو څخه یوه ته راځي.

څېړونکو ویلي، لومړی ډول هغه کسان دي چې په خپلو احساساتو د معلوماتو اغیزې په پام کې نیسي، دویم ډول هغه دي چې فکر کوي چې معلومات به د دوی د پریکړې کولو لپاره څومره ګټور وي او دریم ډول هغه دي چې د هغه څه په اړه فکر کوي او معلومات ترلاسه کوي، چې سرو کار یې ورسره ډېر وي.

څېړونکی او د لندن پوهنتون د ارواپوهنې او ژبپوهنې استاد ټالي شروټ ویلي، اوس خلک کولی شي چې ډېر معلومات په یو څو دقیقو کې ترلاسه کړي، چې په هغې کې له جنیټکي جوړښت څخه نېولې تر ټولنیزو ستونزو او اقتصاد په اړه هر شی پکې شامل دی.

شروټ زیاته کړې، موږ غوښتل ترڅو وګورو چې خلک څنګه پریکړه کوي چې هغوی په څه شي پوهېدل غواړي او ولې خلک یوازې ځینو معلوماتو ته لیواله دي؟

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …